دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۶ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۷:۱۷
د مطلب کود : 298795
افغان سوداګر له پاکستان سره د سوداګرۍ او ټرانزیټي ستونزو د هواري غوښتنه کوي
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، د کابل د سوداګرو او صنایعو د اتحادیې غړو د دغه وزارت له مرستیال سره کتلي او له پاکستان سره یې د سوداګرۍ د ستونزو د هواري غوښتنه کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس: د اسلامی امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد د کابل د سوداګرو د ټولنې له غړو سره وکتل.
په دې کتنه کې د کابل د سوداګرو او صنایعو د اتحادیې غړو په خپلو دندو او فعالیتونو خبرې وکړې او د دغه وزارت په اقتصادي غونډو کې یې د ګډون او د هغو ستونزو په حل کې چې لا هم له پاکستان سره د سوداګرۍ په برخه کې موجودې دي، د لازیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.
په همدې حال کې د دغه وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد د دوی خبرې واورولې او ویې ویل چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د رهبرۍ دروازې د خصوصي سکتور د غړو پر مخ خلاصې دي او موږ هر وخت همکارۍ ته چمتو یو.
د پاکستان حکومت د افغانستان پر صادراتو او سوداګرۍ سخت بندیزونه لګولي دي.
https://avapress.net/vdcf1cd0tw6d1ea.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته