دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۶ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۳:۴۷
د مطلب کود : 298775
په افغانستان کې لومړنی بس جوړ شو
د اسلامي امارت ویاند اعلان وکړ چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې لومړنی بس تولید شوی او هیواد د ځان بسیاینې او پرمختګ په لور ګړندی ګامونه اخلي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد د پنجشنبې په ورځ د یوه بس انځور په ایکس رې کې خپور کړی او ویلي یې دي: «بس په افغانستان کې نوی تولید شوی دی.
 
ښاغلي مجاهد زیاته کړه چې دغه موټر په افغانستان کې تولیدیږي او ډیر ژر به د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانستل شي.
 
د نوموړي په خبره، له دې بس څخه به په هېواد کې د ښاري خدمتونو لپاره کار واخیستل شي.
 
د اسلامي امارت د ویاند په وینا افغانستان د ځان بسیاینې او پرمختګ په لور ګړندي ګامونه اخلي.
 
د یادولو وړ ده چې د اسلامي امارت چارواکو په وار وار ویلي چې د افغانستان د خودکفایۍ په بحث کې به خپلې هڅې زیاتې کړي.
https://avapress.net/vdcd5j0xkyt0n56.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته