دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۶ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۳۰
د مطلب کود : 298757
پر سوریې د صهیونیسټانو توغندیز برید
خبری سرچینو خبر ورکړی دی چې نن سهار(پنجشنبه د میزان ۲۶) صهیونیسټی رژیم د سوریې د لاذقیه ولایت سیمې په څو توغندیو وویشتلې.
افغان غږ خبری آژانس: د سوریې د رسنیو د راپور له مخې، د لاذقیه په ښار او شاوخوا سیمو کې د څو چاودنو غږونه اوریدل شوي او د سوریې هوايي دفاعي ځواکونه د دښمن پر هدفونو بریدونه کوي.
 
د دغې نښتې او د احتمالي زیانونو او تلفاتو نور جزئیات لا نه دي خپاره شوي.
 
په وروستیو کلونو کښې صهیونیسټ رژیم په ځلونو په دمشق او د سوریې په مختلفو سیمو هوایی حملې کړی دی چې په ډیرو مواردو کښې د دمشق د هوایی مدافعې د وخت په تیریدو سره په شاوتمبوی .
https://avapress.net/vdcdkj0x5yt0n56.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته