کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پر سوریې د صهیونیسټانو توغندیز برید

26 میزان 1403 ساعت 10:30

خبری سرچینو خبر ورکړی دی چې نن سهار(پنجشنبه د میزان ۲۶) صهیونیسټی رژیم د سوریې د لاذقیه ولایت سیمې په څو توغندیو وویشتلې.


آوا: د سوریې د رسنیو د راپور له مخې، د لاذقیه په ښار او شاوخوا سیمو کې د څو چاودنو غږونه اوریدل شوي او د سوریې هوايي دفاعي ځواکونه د دښمن پر هدفونو بریدونه کوي.
 
د دغې نښتې او د احتمالي زیانونو او تلفاتو نور جزئیات لا نه دي خپاره شوي.
 
په وروستیو کلونو کښې صهیونیسټ رژیم په ځلونو په دمشق او د سوریې په مختلفو سیمو هوایی حملې کړی دی چې په ډیرو مواردو کښې د دمشق د هوایی مدافعې د وخت په تیریدو سره په شاوتمبوی .


د مطلب کود: 298757

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/298757/پر-سوریې-د-صهیونیسټانو-توغندیز-برید

آوا
  https://www.avapress.net