دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۶ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۲۶
د مطلب کود : 298745
په نایجریا کې د تیلو د ټانکر د چاودنې له امله شاوخوا ۱۰۰ تنه وژل شوي دي
د نایجریا چارواکو اعلان وکړ چې د هیواد په شمال کې د استوګنې سیمې ته نږدې د تیلو د ټانکر د چاودنې له امله لږ تر لږه ۹۴ کسان وژل شوي.
افغان غږ خبری آژانس: د نایجیریا د پولیسو په وینا دغه ټانکر د ټکر له امله ودرول شو او په داسې حال کې چې ځايي خلکو د تیلو د راټولولو هڅه کوله، ناڅاپه وچاودید او لسګونه کسان یې ووژل.
ویل شوي، چې دغه چاودنه پرون (چهارشنبه) پر ځايي وخت د ماسپښین شاوخوا ۳ بجې د یوې لویې لارې په اوږدو کې شوې ده.
په دې پېښه کې لږ تر لږه ۵۰ کسان ټپیان شوي دي.
https://avapress.net/vdcayanum49no01.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته