افغان غږ خبری آژانس: د لبنان سره صلیب نن دوشنبه اعلان وکړ، چې د لبنان په شمال کې د «آتو» په ښارګوټی باندی د اسرائیلی رژیم د هوایی برید په پایله کې ۱۸ تنه شهیدان او ۴ تنه نور ټپیان شوی دی.
د رسنیو د راپورونو له مخې، دا لومړی ځل دی چې د اسرائیلي رژیم له لوري دغه سیمه په نښه کېږي او په پایله کې یې د کډوالو یوه ودانۍ په نښه شوې ده.
ياده شوې هستوګنه د زغرتا په ښار کې موقعيت لري او عيسوي سيمه ده. يو شمېر ټپيان او شهيدان لا هم تر خاورو لاندې پراته دي او د خاورو را ايستلو ته اړتيا ده.
دغه راز د الجزیرې خبریال د لبنان په جنوب کښې د طیر ښار په «زبقین» ښارګوټي او د لبنان په جنوب کښې د «ایتا الشعب» په ښارګوټي باندې د صهیونیسټي پوځیانو د هوايي حملې خبر ورکړ.
د المیادین خبریال هم راپور ورکړی چې صهیونیسټی رژیم په النبطیه ښار کښې د «یحمر الشقیف»، «رب طالسین»، «الادیسه» او «الطیبه» ښارونه په نښه کړل.
همداشان د صهیونیسټ رژیم توپخانې د «الطیبه»، «الادیسه»، «کفر شعبه» او «شبع» په ښارونو باندې بمبارۍ وکړې.
بلخوا د لبنان په جنوب کښې د المیادین خبریال خبر ورکړ چې د صهیونیسټی رژیم پوځیانو د لبنان په جنوب کښې د «ایتا الشعب» او «کفر شعبه» ښارونه په ممنوعه فاسفورس بمونو سره په نښه کړل.
د لبنان د روغتیا وزارت تیره شپه د صهیونیسټی رژیم د حملو د شهیدانو نوی احصائیه خپره کړه او اعلان یې وکړ چې د جنګ له پیله تراوسه د لبنان د شهیدانو شمیر ۲۳۰۶ او د زخمیانو شمیر ۱۰۶۹۸ تنو ته رسیدلی دی.