دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۳ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۳:۳۲
د مطلب کود : 298550
د صهیونیسټي پوځ لوی درستیز: په حیفا باندې د حزب الله حمله سخته او دردونکې وه
د صهیونیسټي پوځ د لوی درستیز مرستیال هیرزي حلوي اعلان وکړ چې د تیرې یکشنبې په شپه په حیفا باندې د حزب الله د حملې پایلې سختې او دردونکې وې.
افغان غږ خبری آژانس: د صهیونیسټی پوځ د لوا درستیزوال هرزی حلوی وویل: مونږ په جنګ کښې یو.
 
هغه وويل: په تعليمي مرکز بريد يو سخت عمل دى او پايلې يې دردونکې دي.
 
په عین حال کې د صهیونیسټي پوځ ویاند وویل: د بنیامینه په کمپ د حملې نتیجې ستونزمنې دي او مونږ د دغې پیښې په اړه تحقیقات کوو.
 
له بلې خوا دصهیونیسټ رژیم د ریزرو ځواکونو یو لوا درستیز اعتراف وکړ چې په ګولاني کمپ کښې د ډرون حملې د حزب الله د وضعیت د ښه کیدو پیلامه ده .
 
معارف ورځپاڼې هم لیکلي: د حیفا په جنوب کښې د «ګولاني» په اډه باندې د حزب الله د بې پیلوټه الوتکې حمله د «اسرائیلو د پوځ» لپاره یوه غمیزه او یوه سخته، اندیښمنونکې او له ننګونې ډکه پیښه ده.
 
اسرائیلي رسنیو منلې، چې تېره شپه د اشغال شوي فلسطین په شمالي سیمو د حزب الله په بریدونو کې د صهیونیسټي رژيم څلور تنه وژل شوي او تر سلو زیات پوځیان ټپیان شوي دي.
https://avapress.net/vdcenv8w7jh8oni.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته