دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۲ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۱۲
د مطلب کود : 298479
دعراق داسلامی مقاومت ډرون الوتکو په ایلات بندر او نیول شوی ګولان باندې حملې وکړې
دعراق داسلامی مقاومت غورځنګ دجولان په لوړو او په نیول شوی ایلات بندر کښې په څو مهمو هدفونو د بې پیلوټه الوتکو د حملې اعلان وکړ .
افغان غږ خبری آژانس: د عراق اسلامی مقاومت څرګنده کړه: د نیواکګرو په وړاندې د مقاومت او د غزې له خلکو سره د مرستې او همداشان د فلسطین د ملکی خلکو په خلاف د غاصب رژیم د جنایتونو په ځواب کښې زمونږ د چلند په دوام کښې. ماشومان، ښځې او بوډاګان، مجاهدین د عراق د اسلامي مقاومت ځواکونو نن شنبه، د اکتوبر ۱۲، ۲۰۲۴ د دریم ځل لپاره د بې پیلوټه الوتکې په وسیله په اشغال شوي ګولان کې یو مهم هدف وویشت.
 
دعراق داسلامی مقاومت غورځنګ تیره ورځ په خپله څلورمه بیانیه کښې اعلان وکړ چې دعراق مجاهدینو په ام الرشارش (د ایلات بندر) کښې دوه هدفونه د بې پیلوټه الوتکې په وسیله په نښه کړل .
 
د عراق مقاومت ټینګار وکړ: د دښمن د پوستو د ماتولو عملیات به په زیاتیدونکی ډول دوام ولری.
https://avapress.net/vdcefv8wojh8oei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته