افغان غږ خبری آژانس: د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکایف د اکتوبر په لسمه ترکمنستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې دهلیز د جوړولو تړون لاسلیک کړ.
د افغانستان ترانسپورت پروژه یوه له مهمو سیمه ایزو پروژو څخه ده چې د ترانسپورت د اسانتیا او په منځنۍ او سویلي اسیا کې د نړیوالې سوداګرۍ د پراختیا په موخه ده.
دا پروژه به د قزاقستان او ترکمنستان له لارې تېرېږي، بیا افغانستان او بیا د پاکستان له لارې د هند سمندر او فارس خلیج ته د لاسرسي زمینه برابروي.