افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت سرپرست ملا هدایت الله بدري لوګر ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت روان کړنې له نږدې څاري. د عینک کان، په ځانګړې توګه د یاد شوي کان د 8.9 کیلومتره اکتشاف او سړک جوړولو کار ارزول شوی.
نوموړي د عینک د مسو کان د قراردادي شرکت له مسوولینو سره په کتنه کې ټینګار وکړ چې د سړک د اکتشاف او جوړولو چارې دې ژر تر ژره پای ته ورسېږي، د کانونو د استخراج لپاره دې اړین موټر او ماشینونه انتقال شي او د سل فیصده پروسس لپاره دې زیربناوې او اسانتیاوې برابرې شي.
د يادونې وړ ده، چې د عينک د مسو کان په هېواد کې يو له سترو کانونو څخه دى، چې د چينايي شرکتونو له خوا استخراج کېږي.