افغان غږ خبری آژانس: د پاکستان د رسنیو د خبر له مخې دغه برید د جمعې په سهار د لاسي بمونو او راکټونو په کارولو سره شوی دی.
د معلوماتو له مخې په دغه برید کې ۷ تنه نور ټپیان شول او بریدګرو د ماین ټول ماشینونه وسوځول.
د پاکستان د امنیتي څیړنو او مطالعاتو مرکز راپور ورکړی چې د روان کال له پیل راهیسې په هیواد کې په امنیتي پیښو کې ۱۵۳۴ کسان وژل شوي دي، په داسې حال کې چې په ۲۰۲۳ کال کې دغه شمیره ۱۵۲۳ وه.
مرکز زیاته کړې چې د دغو پېښو ۹۷ سلنه په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې رامنځ ته شوې دي.