دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۹ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۲:۴۰
د مطلب کود : 298336
ترکمنستان د افغانستان له زلزله ځپلو سره د لا زیاتو مرستو ژمنه وکړه
له طبیعي پېښو سره د مبارزې ملي اداره وايي، په کابل کې د ترکمنستان سفیر د پکتیکا او هرات له زلزله ځپلو سره د مرستو د پراخولو ژمنه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د افغانستان خلکو ته به لا زیاتې بشري مرستې راجلب کړي.
افغان غږ خبری آژانس: د اسلامي امارت د طبیعي پېښو سره د مبارزې د ملي ادارې مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې له طبیعي پېښو سره د مبارزې د ملي ادارې رئیس ملا نورالدین ترابي په کابل کې د ترکمنستان له سفیر خواجه اوزوف سره وکتل.
 
په خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو لورو په افغانستان کې د بشري مرستو په اړه خبرې وکړې.
 
د ترکمنستان سفیر ژمنه وکړه چې د پکتیکا او هرات له زلزله ځپلو سره به مرستې پراخې کړي او ټینګار یې وکړ چې د افغانستان خلکو ته به لا زیاتې بشري مرستې راجلب کړي.
 
په همدې حال کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې (NDMA) په یوه جلا خبرپاڼه کې ویلي چې د دې ادارې مشر ملا نورالدین ترابي په کابل کې د چین له سفیر ژاوشینګ سره وکتل.
 
په خبرپاڼه کې ویل شوي، دواړو لورو له قربانیانو او اړمنو سره د بشري مرستو په اړه خبرې وکړې.
 
ترابي له اړو افغانانو سره د چین له مرستو مننه وکړه او د لا زیاتو همکاریو ژمنه یې وکړه.
https://avapress.net/vdcgw79x3ak9yw4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته