دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۸ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۲۰:۲۱
د مطلب کود : 298317
په کابل کې د څه باندې ۹ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه ښوونځي د جوړېدو چارې پیل شوې
د پوهنې وزارت وايي، د کابل ولایت په موسهي ولسوالۍ کې یوې کورنۍ یوه ښوونځي ته له یو جریبه ډېره شخصي ځمکه ورکړې او په دې ځمکه د ۹،۵ میلیونه افغانیو په ارزښت یو لومړنی ښوونځی جوړېږي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پوهنې وزارت مطبوعاتي دفتر نن چهارشنبه د غويي ۱۸ مه د دغه وزارت په اکس پاڼه کې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په کابل ولایت کې د یوه ښوونځي د ودانۍ د پرانېستې خبر ورکړ.
د پوهنې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د کابل ولایت د موسهي ولسوالۍ د وچ کارېز ښوونځي د جوړېدو چارې د پوهنې د مسوولینو، د خلکو استازو، د پوهنې د مرستندویه ادارو او د دې ولسوالۍ د علماوو په ګډون په رسمي ډول پیل شوې.
د ښوونځي ځمکه چې یو جریب او یو بسواه مساحت لري د مرحوم عبدالجمیل په نوم د یوې کورنۍ له خوا د پوهنې لپاره ورکړل شوه.
د پوهنې وزارت چارواکي زیاتوي، چې د دغه ښوونځي د جوړېدو لګښت ۹ میلیونه ۶۴۹ زره ۶۳۲ افغانۍ دی، چې د پوهنې د یوې همکارې موسسې له خوا ورکول کېږي.
د پوهنې وزارت چارواکو دا هم وویل، چې دغه ښوونځی به شپږ درسي ټولګي، یوه دفتري خونه، د ۲۰۰ مترو په اوږدوالي احاطه دېوال او نورې اسانتیاوې ولري.
https://avapress.net/vdcfycd0ew6d1ma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته