دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۸ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۲۶
د مطلب کود : 298269
نړیوال شرکت لیواله دی چې په هیواد کې د روغتیا په برخه کې پانګونه وکړي
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د یوه نړیوال شرکت مسوولینو د دغه وزارت له مرستیال سره د لیدنې پر مهال په افغانستان کې د اړتیا وړ روغتیايي سکتورونو د جوړولو په برخه کې د پانګونې لېوالتیا ښودلې ده.
افغان غږ خبری آژانس: د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د «مارسوس» نړیوال پانګونې شرکت مسوولینو د روغتیا وزارت له مرستیال مولوي عبدالولي حقاني سره وکتل. 
 
د دغه شرکت مسوولینو په افغانستان کې د لازمو روغتیايي برخو په جوړولو کې پانګونې ته چمتووالی اعلان کړ.
 
د عامې روغتیا وزارت مرستیال په افغانستان کې د روغتیا په برخه کې د نړیوال شرکت د پانګونې د پرېکړې هرکلی وکړ او ژمنه یې وکړه چې په دې برخه کې به له دغه شرکت سره بشپړه همکاري وکړي.
https://avapress.net/vdcb0wb59rhb95p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته