افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې مطبوعاتي دفتر په یوه بیان کې ویلي چې د نسبتاً سختو اورښتونو، سمندري سیلابونو او سیلابونو احتمال له ۱۸ تر ۲۰ سلنې پورې امکان لري. د بدخشان، تخار، بامیان، سمنګان، بلخ، پنجشیر، غوربند، کنړ، لغمان، ننګرهار، لوګر، میدان وردک، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني او یو شمېر نورو ولایتونو کی احتمال شته.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو ورځو کې د هېواد یو شمېر ولایتونه د بارانونو شاهدان دي.