افغان غږ خبری آژانس: د بیروت په جنوبی سیمو باندې د صهیونیسټی صهیونیسټی رژیم د جنایتکارو او وحشیانه حملو له دوام سره سره، د دغه هیواد حکومت د قربانیانو د شمیر د زیاتیدو اعلان وکړ.
د لبنان د عامې روغتیا وزارت نن سهار (چهارشنبه د میزان ۱۸مه) اعلان وکړ چې د دغه هیواد په مختلفو سیمو د صهیونیسټانو په حملو کښې ۳۶ تنه شهیدان او ۱۵۰ نور ژوبل شول.
د «الجزیرې» چینل د دغه وزارت په حواله خبر ورکړی چې د هیواد په مختلفو سیمو باندې د اشغالګرو د هوایی بریدونو له پیل راهیسې د قربانیانو په شمیر کې ۲۱۹ تنه شهیدان او ۱۰۱۹ تنه نور ټپیان شوی دی.