افغان غږ خبری آژانس: په لوګر کې سیمه ییز چارواکي وايي، پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه، چې د مسافرو یو کاسټر موټر له یوه سراچې موټر سره ټکر شو.
د لوګر د ترافيکو مديريت وياند ګل محمد همت د پېښې لامل د موټر چلوونکو بې احتياطي او ګړنديتوب بولي.
په تېر کال کې د ترافيکي پېښو شمېر په بې ساري ډول زيات شوى دى.