افغان غږ خبری آژانس: د صهیونیسټی رژیم د «ستا داود» موسسې خبر ورکړی، چې د بیرشبه د شهادت په عملیاتو کې ۱۳ تنه ټپیان او دوه تنه وژل شوی دی.
یو شمیر رسنیو ویلي دي چې په دې عملیاتو کې ۲۰ تنه مړه او ټپیان شوي چې ۶ تنه یې لږ ټپیان شوي دي.
په همدې حال کې د اسرایلو ۱۲ تلویزون خبر ورکړی، چې د اشغال شوي فلسطین په جنوبي ښار بیرشبه کې د ډزو په پایله کې دوه تنه وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.
برید کوونکی احمد کایره په چاقو او ډزو سره دغه عملیات ترسره کړل.
د بیرصبا عملیاتو عامل د اشغالګر پوځ یوه ښځینه سرتېری په چړو وهلی او د هغې وسلې یې په خپل واک کې اخیستې.