دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۵ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۲۷
د مطلب کود : 298078
د ایران وسله وال ځواکونه: د صهیونیسټانو احتمالي اقدام ته د سخت ځواب ورکولو پلان چمتو دی
تسنیم خبری آژانس د ایران د اسلامی جمهوریت د وسله والو ځواکونو د باخبرو سرچینو په حواله خبر ورکړی دی چې د دغه هیواد له خوا د صهیونیسټ رژیم د احتمالی اقدام په وړاندې د ایران لازم ځوابی پلان په بشپړه توګه چمتو دی او که اسرائیل اقدام وکړی، ایران به چټک ځواب ورکړی.
افغان غږ خبری آژانس - تهران: دغې سرچینې وویل: د صهیونیسټانو د احتمالی اقدام لپاره لازم ځوابی پلان په بشپړ ډول چمتو دی او که اسرائیل اقدام وکړی، د ایران د مقابلې په اجرا کښې به هیڅ شک ونلری.

هغه زیاته کړه: د ایران په پلان کښې د متقابلو او مشخصو حملو څو ډولونه شتون لری او د صهیونیسټانو د اقدام د ډول په پام کښې نیولو سره به د هغو د یو یا څو د عملی کولو په هکله سمدستی تصمیم ونیول شی.

دغې باخبرې سرچینې تاکید وکړ: د ایران بانک له اسرائیلو څخه ډېر هدفونه لری او د صادق 2 وعدې هم دا وښودله چې هر هغه نقطه چې وغواړو له منځه یوسو.

د یادولو وړ ده چې د اسلامی انقلاب ګارډ قول اردو د صدق 2 عملیاتو په لړ کښې په تیرو لسو میاشتو کښې د نیواک شویو سیمو په مختلفو سیمو په ۲۰۰ بالیسټیک توغندیو حملې کړی او د دغو توغندیو ۹۰ فیصده یې د اسرائیلو له هوایی دفاع څخه په تیریدو سره په هدفونو ویشتلی دی.

ویل کېږي چې په دې برید کې د اسرائیلي پوځ درې هوايي اډې چې نومونه یې ناواتیم، ختصاریم او تل نوف دي، په اصلي هدفونو کې ول.

د ایران د اسلامی جمهوریت د چارواکو په وینا په دغو عملیاتو کښې د قدیر بالیستیک توغندی ۲۰۰۰ کیلومتره، عماد ۱۷۰۰ کیلومتره او فتح د ۱۴۰۰ کیلومتره واټن ویشتونکی توغندی کارول شوی دی.
https://avapress.net/vdcjaoe8ouqehyz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته