دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۵ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۲۲
د مطلب کود : 298068
د عمران خان د پلویانو او پاکستاني پولیسو ترمنځ شخړه؛ د ۱۲۰ افغانانو په ګډون ۵۶۰ مظاهره کوونکي ونیول شول
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د دغه هېواد په پلازمېنه کې د عمران خان د پلویانو د مظاهرو په غبرګون کې د سختو امنیتي تدابیرو سربېره اعلان وکړ چې ۵۶۰ مظاهره کوونکي د قانون ماتونې او له امنیتي ځواکونو سره د نښتې په تور نیول شوي چې ۱۲۰ یې افغانان دي. بلخوا د پاکستان تحریک انصاف ګوند په اسلام آباد کې د خیبر پښتونخوا د لومړي وزیر علي امین ګنډاپور د نیولو اعلان کړی دی.
افغان غږ خبری آژانس: د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په پلازمینه کې د عمران خان د پلویانو د مظاهرو په غبرګون کې، له سختو امنیتي تدابیرو سره سره، اعلان وکړ چې ۵۶۰ مظاهره کوونکي د قانون ماتونې او له امنیت سره د نښتې په تور نیول شوي دي. 

هغه اعلان وکړ: اسلام آباد ښار ته له ننوتو وروسته مظاهره چیان د قانون ماتونې، له پولیسو سره د نښتې او د حکومتی ملکیتونو د زیانمنولو په تور نیول شوی او له هغوی سره به سخت چلند کیږی.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر زیاته کړه، چې نن ۱۰۷ پولیس هم ټپیان شوي، خو هیڅ شخص یا ډلې ته به اجازه ورنه کړي، چې د پلازمېنې امنیت ګډوډ کړي.

د پاکستان د پخواني لومړي وزیر پلویانو په اسلام آباد کې د سړکونو د بندولو او پولیسو له اوښکې بهوونکی ګاز کارولو سره سره لاریون وکړ.

په دغه لاريون کې د خيبر پښتونخوا وزيراعلي علي امين ګنډاپور په مشرۍ لاريون کوونکو ګډون درلود.

نوموړی وروسته له هغه په ​​اسلام اباد کې د ګوند دفتر ته ولاړ او هلته یې پولیسو برید وکړ او د ګوند لسګونه غړي یې ونیول.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر هم اعلان وکړ چې د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان پلویانو پرون ناوخته اسلام اباد ته نږدې له پولیسو سره نښته وکړه چې په نتیجه کې یې ۸۰ پولیس ژوبل شول.

په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي عکسونه هم ښيي چې د عمران خان پلویان په پولیسو د تیږو او لښتو بریدونه کوي.

د عمران خان پلویان هڅه کوي، چې د پاکستان پلازمېنې اسلام آباد ته د احتجاج په توګه ورشي، خو پاکستاني امنیتي ځواکونه هڅه کوي، چې اسلام آباد ته د ننوتو مخه ونیسي.

د راپورونو له مخې د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر او د دغه احتجاجي غورځنګ مشر علي امین ګنډاپور پرون اسلام اباد ته نږدې د پولیسو له خوا نیول شوی دی.

دا نښتې د امنیتي ځواکونو او د عمران خان د پلویانو ترمنځ د زیاتېدونکي کړکېچ ښکارندويي کوي.

 په همدې حال کې ویل شوي چې تر اوسه په دغو تاوتریخوالو کې یو پولیس وژل شوی او تر ۱۰۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.
https://avapress.net/vdciqvarvt1a3u2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته