دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۵ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۲:۳۸
د مطلب کود : 298060
د اکتوبر د اوومې نېټې د کلیزې په مناسبت په اروپا کې د فلسطین د ملاتړو لاریون
د اکتوبر په اوومه د الاقصی د طوفان د عملیاتو د کلیزې په مناسبت د اروپا په مختلفو ښارونو کښې مظاهره چیان د فلسطینیانو د ملاتړ لپاره سړکونو ته راووتل.
افغان غږ خبری آژانس: په غزه کښې د صهیونیسټی رژیم د نسل وژنې د پیل د کلیزې په مناسبت په اروپا کښې په زرګونو خلک د فلسطین د ملاتړ لپاره واټونو ته راووتل. په دوبلین، لندن، امستردام، روم او نورو ښارونو کښې په میلیونونو خلکو د صهیونیسټ رژیم جنایتونه وغندل.

په عین حال کښې د اکتوبر د اوومې نیټې په نیږدې کیدو سره صهیونیسټ رژیم لبنان ته تللی او هلته یې د ملکی خلکو پرضد ظالمانه جنایتونه ترسره کوی .

په آیرلینډ، انګلستان، هالینډ او ایټالیا سربیره د جنوبی افریقا هیوادونو او د جرمنی په فریبورګ ښار کښې هم د صهیونیسټی رژیم د جنایتونو د غندلو او د فلسطین د آزادۍ د غوښتنې لپاره د پراخو غونډو کوربه توب وکړ.
https://avapress.net/vdcaianuw49now1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته