دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۵ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۳۶
د مطلب کود : 298046
د بیروت په څنډو کښې د صهیونیسټ رژیم د سختو هوایی حملو دوام
تیره شپه د بیروت ښار د حزب الله او اسرائیلو ترمینځ دجګړې له پیل راهسې د صهیونیسټ رژیم د ترټولو سخت او درنده هوایی حملې هدف وګرځید . د بیروت ښار شاوخوا ۳۰ ځله د اسراییلو د هوايي بریدونو لخوا په نښه شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: لبنانی سرچینو خبر ورکړی، چې د بیروت په جنوب کې د دحیه ښارګوټی اوس هم د اسرائیلو د هوایی بریدونو هدف دی.
صهیونیسټ رژیم د خپلو حملو په نوی پړاو کښې د بیروت ښار د الماریجه سیمه په نښه کړه.
د المیادین خبریال راپور ورکړی چې صهیونیسټی رژیم د بیروت په جنوب کښې د دحیه په ښار کښې په سختو حملو کښې الیلکی، الطویطه، برج البرجانه او حرح حریک سیمې په نښه کړې دی.
د الجزیرې خبریال راپور ورکړی چې د صهیونیسټ رژيم د هوايي حملې په نتیجه کښې په دحیه کښې د «الامریکن» سیمه په نښه شوه.
د بیروت ښار شاوخوا ۳۰ ځله د اسراییلي الوتکو لخوا په نښه شوي.
لبناني سرچینو خبر ورکړی، چې په تیرو څو ساعتونو کې د بیروت په جنوب کې دحیه ښار شاوخوا ۳۰ ځله بریدونه شوي دي.
دلبنان دخبریالانو دخبر له مخې دصهیونیسټ رژیم او د لبنان دحزب الله ترمینځ دجګړې له پیل راهسې په دحیه باندې د نن ورځې حمله ترټولو سخته او وحشیانه حمله ده چې په ترڅ کښې یې په لسګونو ځله دصهیونیسټ رژیم د حملې هدف ګرځیدلی دی .
https://avapress.net/vdceev8wpjh8o7i.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته