دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۵ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۲۸
د مطلب کود : 298041
په غزه کې د شهیدانو شمیر ۴۱ زره ۸۲۵ تنو ته ورسید
د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې په غزه کې د شهیدانو شمیر ۴۱۸۲۵ تنو ته رسیدلی دی.
افغان غږ خبری آژانس: د غزې د روغتیا وزارت ویلي، صهیونیسټي رژیم په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه سیمه کې ۳ قتلونه کړي، چې په پایله کې یې ۲۳ تنه شهیدان او ۶۶ تنه نور ټپیان شوي دي.

دغه وزارت زیاته کړه: د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر له ۷ نیټې څخه (۱۵ میزان ۱۴۰۲) او په عین وخت کې د الاقصی طوفان عملیات پیل شوي، ۴۱۸۲۵ تنه شهیدان او ۹۶۹۱۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

د دغه وزارت په خبره د قربانیانو شاوخوا ۷۰ سلنه ښځې او ماشومان دي.
https://avapress.net/vdcjxoe8vuqehyz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته