دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۵ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۲۱
د مطلب کود : 298037
ملګري ملتونه په بغلان کې د سېلاب ځپلو لپاره ۳۰۰ کورونه جوړوي
د بغلان ولايت سيمه ئيز مقامات دغه ولايت ته د ملګرو ملتونو د سازمان د پرمختيايي ادارې د لوړ پوړي پلاوي له سفر څخه خبر ورکړ او ويې ويل چې دغه هيئت د سيلاب ځپلو لپاره د ٣٠٠ کورونو د جوړولو ژمنه وکړه .
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د بغلان ولایت سیمه ییزو چارواکو دغه ولایت ته د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې د یوه لوړ پوړي پلاوي د سفر په اړه پرون (شنبه د میزان ۱۴مه) یوه خبرپاڼه خپره کړې ده.

سیمه ییز چارواکي زیاتوي، چې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام پلاوي د دغه سفر په ترڅ کې له سیمه ییزو چارواکو سره وکتل او د سېلاب ځپلو لپاره یې د ۳۰۰ کورونو د جوړولو اعلان وکړ.

په دې خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې آغلې مکرجي د ملګروملتونو د پراختيايي ادارې د لوړ رتبه هيئت په استازيتوب وويل: په سيلاب ځپلو ولسواليو کې د سيلاب ځپلو لپاره څه د پاسه درې سوه کورونه جوړيږي.

د يادونې وړ ده، چې ملګرو ملتونو څه موده وړاندې په لغمان ولايت کې د بې ځايه شويو خلکو لپاره ٣٢٥ کورونه جوړ کړي او دغه سازمان د افغانستان په نورو ولايتونو کې هم ورته کورونه جوړ کړي دي.
https://avapress.net/vdcexv8wfjh8o7i.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته