دخپریدو نیټه :شنبه ۱۴ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۲:۲۱
د مطلب کود : 297986
په هلمند کې د څه دپاسه زر جريبه دولتي ځمکې له غاصبينو بېرته نيول
د هلمند سیمه ییز چارواکي وايي، په تېره یوه اوونۍ کې د هلمند په یو شمېر ولسوالیو کې ۱۷۰۰ جریبه دولتي ځمکه له غاصبینو بېرته نیول شوې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې د دغه ریاست پلاوي د امنیتي ځواکونو په همکارۍ په لښکرګاه کې څه باندې ۱۷۰۰ جریبه دولتي ځمکه د هلمند مرکز او د دغه ولایت د باغران، نهرسراج، باباجي، ګرمسېر او مارجې ولسوالۍ بېلابېلې سیمې له غاصبینو بېرته نیول شوې دي.

د باختراژانس دخبريال دخبرله مخې : مسوولين زياتوي چې په يادو شويو ځمکو کې د غاصبينو ساختمانونه هم ويجاړ شوي او عاملين يې عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شوي دي .

د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د هلمند په يو شمېر ولسواليو کې د زرګونه جريبه دولتي ځمکې د غصب مخه نيول شوې وه.
https://avapress.net/vdcg7u9x3ak9yy4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته