افغان غږ خبری آژانس: د صهیونیسټی رژيم جنګیالیو نن سهار (۱۳ میزان) د بیروت هوایی ډګر ته څېرمه «الماریجه» سیمه باندی سخته بمباری وکړه.
لبناني سرچینو خبر ورکړی، چې چاودنې دومره زورورې وې، چې غږ یې د صیدا او طیر په ښارونو کې هم اورېدل شوی دی.
په همدې حال کې رویټرز خبري آژانس د امنیتي سرچینو له قوله لیکلي دي چې د دحیه په ښار کې چاودنه له هغه بمي چاودنې څخه ډیره شدیده ده چې د سید حسن نصرالله د شهادت سبب شوه.
ځينو سرچينو دا هم ليکلي، چې اسراييلي پوځ په دې بمبارۍ کې هاوان بمونه کارولي دي.
حزب الله ته نږدې یوې سرچینې هم د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې اشغالګر اسرائیلي پوځ په دحیه باندې ۱۱ ځله سختې بمبارۍ کړي دي.
په دې لړ کښې د اسرائیلو د رژیم 14 چینل هم ادعا وکړه چې د بیروت په ښار کښې د سختې بمبارۍ هدف د حزب الله د اجراییه شورا د مشر سید هاشم صفی الدین وژل وو.
يوې اسراييلي سرچينې هم اکسيوس وېبپاڼې ته ويلي، چې د داهيا د چاودنې هدف هاشم صفي الدين و.
دوو نورو اسراييلي سرچينو هم دې وېبپاڼې ته ويلي چې د عملياتو پايلې لا هم نه دي معلوم.