د فلسطین د روغتیا وزارت په غزې تړانګې کښې د صهیونیسټی رژیم د پرله پسې تیریو د شهیدانو شمیر د تیر اکتوبر له اوومې نیټې څخه ۴۱ زره ۷۸۸ تنو ته او د زخمیانو شمیر ۹۶ زرو ته رسیدلی دی.
افغان غږ خبری آژانس: صهیونیسټ رژیم په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې د غزې په تړانګه کښې د فلسطینی کورنیو په خلاف اته ډله ایزې حملې وکړې چې په نتیجه کښې یې ۹۹ تنه شهیدان او ۱۷۹ تنه ژوبل شول. په دې سره د شهیدانو شمېر ۴۱ زره ۷۸۸ او د ټپیانو شمېر ۹۶ زره ۷۹۴ ته لوړ شوی دی. په همدې حال کې زرګونه جسدونه لا هم تر خاورو لاندې دي.