د صدای افغان خبری آژانس(
افغان غږ خبری آژانس) - بامیان: د چهارشنبې په ورځ (میزان ۱۱مه) د بامیان ولایت په مرکزي سیمه کې یو فولډر ډوله موټر له سړکه واوښت او چپه شو چې له امله یې یو تن مړ شو.
دغه پېښه نن له غرمې مخکې د باميانو د مرکز اړوند د قرغيو په سيمه کې رامنځته شوې ده
د دغې پېښې لامل د موټر چلوونکي بې احتیاطي او غیر قانوني سرعت بلل شوی دی.
داپه داسې حال کې ده چې په روان کال کې په دغه ولايت کې څو نورې ترافيکي پيښې هم رامنځته شوي دي او دغه کس په دغه ولايت کې د ترافيکي پيښو ٢٣م قرباني دى .