دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۲ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۲:۰۲
د مطلب کود : 297903
په پاکستان کې تر شپږ زرو زیات افغانان نیول شوي
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ وايي، سږ کال په پاکستان کې ۶۹۴۰ افغان کډوال د قانوني اسنادو د نشتوالي له امله نیول شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ یو نوی راپور خپور کړی او ویلي یې دي چې د پاکستان د حکومت د نوې تګلارې له اعلان وروسته له دغه هېواده د افغان کډوالو د ایستلو په برخه کې تر ۷۳۳ زره ډېر افغان کډوال راستانه شوي دي. 

ملګري ملتونه وايي، له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ستنېدو لړۍ د مې او جون په میاشتو کې خپل اوج ته رسېدلې او په دغو دوو میاشتو کې په هرو دوو میاشتو کې تر ۳۸ زره ډېر افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د دغه راپور په یوه برخه کې راغلي: «په روان کال کې په ټول پاکستان کې ۶۹۴۰ کسان نیول شوي دي. د نیول کیدو بهیر د می میاشتې راهیسې (۱۱۳۰ تنه) کم شوی او په سپټمبر میاشت کې شاوخوا ۶۳۰ تنو ته رسیدلی دی.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ هم اعلان وکړ چې دغه سازمان شاوخوا ۱۱۲ زره راستنېدونکو ته بشري مرستې رسولې دي.

باید وویل شي، چې په پاکستان او ایران کې له قانوني اسنادو پرته د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ دوام لري.
https://avapress.net/vdcfxed0mw6d11a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته