افغان غږ خبری آژانس - بامیان: د کورنیو چارو وزارت د لومړي مرستیال د پلان او پالیسۍ رئیس حافظ عبدالقیوم شاه هاشمي نن چهارشنبه د میزان په ۱۱ مه بامیان ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت له والي او یو شمېر لوړ پوړو چارواکو سره یې وکتل.
د کورنیو چارو وزارت د لومړي مرستیال د پلان او پالیسۍ رئیس حافظ عبدالقیوم شاه هاشمي وویل چې د افغانستان د اسلامي امارت د رهبرۍ د اوسنۍ کړنلارې له مخې د ولایت مقام رهبري چې د لومړۍ درجې واک دی، د ولایت په کچه د ولایت د ملکي، نظامي او کشفي سکتورونو ټول دولتي څانګي د ولایت مقام تر مستقیم نظارت لاندي دي او د محلي اداري هیئت حق لري چي د دولتي ادارو پر کړنو نظارت وکړي.
د بامیان والي الحاج مولوي عبدالله سرحدي په ولایتونو کې د افغانستان د اسلامي امارت د عالي مقام د حکمونو او فرمانونو د تطبیق په برخه کې د کورنیو چارو وزارت د لومړي مرستیال هڅې وستایلې.
والي د خلکو له همکارۍ خوښي څرګنده کړه او زياته يې کړه، چې په باميان کې د امنيت د تامين، په ټولنه کې د عامه سولې د تامين په موخه په پرله پسې ډول پراخ او پر وخت معلومات او د مرکز او ولسواليو له ټولو سيمو څخه د معتبرو دولتي سرچينو څخه مهم ورځني راپورونه ورکول کېږياو د بامیان ولایت له مشرتابه سره ژر تر ژره د ټیلیفون له لارې شریکیږي، چې پخپله د بامیان د سیمه ییزې ادارې له مشرتابه سره د خلکو د همکارۍ او نږدېوالي څرګندونه کوي.