دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۱ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۱۹
د مطلب کود : 297843
په ډنمارک کې د اسرایلو سفارت ته څېرمه دوې چاودنې شوې/ په سویډن کې د صهیونیسټانو پر سفارت ډزې
د ډنمارک چارواکو اعلان وکړ چې تیره شپه په کوپنهاګن کې د اسراییلو سفارت ته نږدې دوه پرله پسې چاودنې وشوې. په همدې حال کې د سويډن د پلازمېنې ستاکهولم پوليسو د روانې مياشتې په ١١مه نېټه اعلان وکړ چې د دغه هېواد په پلازمېنه کې د اسرائيلو د رژيم سفارت د سه شنبې په ماښام په ډزو ويشتل شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس: د ډنمارک پولیسو څو ساعته مخکې اعلان وکړ چې د ډنمارک په پلازمینه کوپنهاګن کې د اسرائیلو سفارت ته څېرمه د دوو چاودنو په اړه پلټنې کوی، چې مرګ ژوبله یې نه ده اړولې.

په همدې حال کې د سویډن د پلازمینې ستاکهولم پولیسو د چهارشنبې په ورځ د میزان په ۱۱ مه اعلان وکړ چې د سه شنبې په ماښام د سویډن په پلازمینه ستاکهولم کې د اسرائیلي رژیم پر سفارت ډزې شوي، خو چا ته په کې زیان نه دی اوښتی.

د دغه رپوټ له مخې په سویډن کښې د اسرائیلو سفارت ته نزدې یو ټوپک موندل شوی دی.

د ډنمارک پولیسو اعلان وکړ چې دوی په کوپنهاګن کې د اسراییلو سفارت ته نږدې د دوو چاودنو په اړه پلټنې کوي. دې ادارې د X ټولنیزې شبکې له لارې اعلان وکړ چې په پیښه کې "هیڅ څوک ټپي شوی نه دی" او زیاته یې کړه چې د پیښې په اړه لومړنۍ څیړنې روانې دي.

دا پیښه وروسته له هغې رامنځته شوه چې دوو تنو وسله والو پرون د تل ابیب په یوه سیمه کښې په صهیونیسټانو ډزې وکړې چې له امله یې اته تنه ووژل شول او ۱۷ نور ژوبل شول.
https://avapress.net/vdci5yarpt1a3v2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته