دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۵ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۵۷
د مطلب کود : 297433
په جوزجان ولایت کې د څه باندې درې نیم میلیونه افغانیو په ارزښت د یوه ښوونځي د بنسټ ډبره کېښودل شوه
د جوزجان ولایت د آچکې ولسوالۍ په ارغ علمیه کلي کې د ۳ میلیونه ۶۲۰ زره افغانیو په ارزښت د شپږ درسي ټولګي د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
افغان غږ خبری آژانس: د جوزجان ولایت د پوهنې رئیس مولوی سید حفیظ الله معتصم بالله وایی، دغه ښوونځی د ارغ علمی ولسوالۍ د اوسېدونکو د اړتیاوو پر بنسټ د ۳ میلیونه ۶۲۰ افغانیو په لګښت جوړیږی. د دغه ولایت د اچین ولسوالۍ په کلیو کې د کار له بشپړېدو وروسته به شاوخوا ۴۵۰ زده کوونکي ترې ګټه پورته کړي.
 
ده زياته کړه: د دغه کلي زده کوونکي تر خيمو، بې کيفيته او کرايي کورونو لاندې زده کړې کوي، نو د خلکو له اړتيا سره سم د دغه ښوونځي جوړول اړين دي.
 
مولوي معتصم بالله وويل: دغه ښوونځى په درې جريبه ځمکه کې جوړېږي، چې شپږ درسي ټولګي، دوه دفتري خونې، د کور د لېږد خونه، يوه ژوره څاه، د اوبو زېرمه او د لمريزې برېښنا سيسټم به ولري.
 
د جوزجان ولايت د پوهنې رييس د دې خبرې په تاييدولو سره چې په دغه ولايت کې اوس هم يو شمېر زده کوونکي تر خيمو او کرايي خونو لاندې زده کړې کوي، وويل: په جوزجان ولايت کې د ښوونځيو د ودانيو د جوړولو هڅې روانې دي او په نږدې راتلونکي کې به د ودانيو په جوړولو سره دغه ستونزه هواره شي.
 
په همدې حال کې د جوزجان ولايت يو شمېر دولتي مسوولينو د ښوونځيو د پرانستلو په مراسمو کې په هېواد کې د ښوونځيو فعاليتونو ته په اشارې سره وويل: د ښوونځيو شتون او فعاليتونه د هېواد د ودې او پرمختګ لپاره اړين دي. 
 
په همدې حال کې د جوزجان ولايت د آچکې ولسوالۍ اوسېدونکو د دغه ښوونځي د پرانېستې د هرکلي ترڅنګ وويل: پخوا به په دغه کلي کې ماشومان، تنکي ځوانان او ځوانان تر خيمو او کرايي خونو لاندې زده کړې کولې.
 
د یادولو وړ ده چې د اسلامي امارت د حکومت له راتګ وروسته په جوزجان ولایت کې د څه باندې ۱۰۰ ښوونځیو ودانۍ جوړې او یا جوړې شوې دي. چارواکي وايي، په دغه ولايت کې تر سلو ډېر ښوونځي لا هم ودانيو ته اړتيا لري.
https://avapress.net/vdcds50xsyt0no6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته