دخپریدو نیټه :جمعه ۲۳ سنبله ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۳۶
د مطلب کود : 296774
په بدخشان ولایت کې ۱۰۸ کیلوګرامه تریاک ونیول شول
د بدخشان امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولایت په خاش ولسوالۍ کې یې ۱۰۸ کیلوګرامه تریاک نیولي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د بدخشان ولایت د استخباراتو ریاست چارواکی مولوی عنايت الله فهيم وايي چې په دې وروستيو کې د امنيتي ځواکونو له خوا د دغه ولايت په خاش ولسوالۍ کې ۱۰۸ کيلوګرامه ترياک نيول شوي دي رسنۍ وسوځول شوې.
 
هغه زياته کړه، امنيتي ځواکونو د ١٠٨ کيلوګرامو اپينو د نيولو په تور يو تن نيولى دى.
 
په همدې حال کې دبدخشان دامنيه قوماندانۍ له نشه يي توکوسره دمبارزې دچارو رييس محمد شاکر همدرد وويل چې داسلامي امارت مشرتابه په هېواد کې دنشه يي توکو دله منځه وړلو لپاره هوډمن او ژمن دى او له ټولو بزګرانو يې وغوښتل چې کوکنار او نور نشه يي توکي ونه کري نشه يي توکي ځکه چې له سرغړونکو او قاچاق وړونکو سره به جدي چلند وشي.
 
په همدې حال کې په بدخشان ولايت کې د چاپيريال کارپوه او د نشه يي توکو د مخنيوي د کمېټې غړى قاري شمس الله قاريزاده وايي، ١٠٨ کيلوګرامه نشه يي توکي د چاپېريال د زيانمنېدو د مخنيوي په موخه په مناسبو شرايطو او ځايونو کې سوځول شوي دي.
 
د يادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې هم امنيتي ځواکونو د بدخشان ولايت په ارګو ولسوالۍ کې څه باندې زر کيلوګرامه نشه يي توکي نيولي وو.
https://avapress.net/vdca0inuy49no01.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته