افغان غږ خبری آژانس: توپان یاګي چې په ختیځه اسیا کې په وروستیو لسیزو کې تر ټولو قوي توفان بلل کیږي، تر دې دمه په دریو هیوادونو کې مرګ ژوبله اړولې ده.
دغه توپان د شنبې په ورځ ویتنام ته ورسید او لږ تر لږه ۱۴۳ کسان یې ووژل.
د ویتنام ټلویزیون په وینا، په اړوندو پېښو کې ۶۹ نور کسان لادرکه دي او سلګونه نور ټپیان شوي دي.
د فارس په وینا، سیلابونه او د ځمکې ښویدنې تر ټولو زیات تلفات د لاو کای په ولایت کې، د ویتنام په شمال ختیځ او د چین په ګاونډ کې رامنځ ته شوي.
د ویتنام په شمال کې سیلابونو یو کلی په بشپړه توګه ډوب کړی چې له امله یې ۲۲ تنه وژل شوي او لسګونه نور لادرکه دي.
د رویټرز په وینا، د ویتنام د پلازمینې زرګونه اوسیدونکي د سور سیند د توپان له امله د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي.
د یاګي توپان تر دې وړاندې په ویتنام کې ۴ تنه او په فیلیپین کې لږ تر لږه ۲۰ تنه وژلي وو.