دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۴ سنبله ۱۴۰۳ ساعت ۱۲:۵۳
د مطلب کود : 296342
په میدان وردګ ولایت کې یو بند بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
د انرژۍ او اوبو وزارت چارواکي دميدان وردګ ولايت په دايميرداد ولسوالۍ کې ديوه بند دجوړيدو خبر ورکوي او وايي دغه بند دڅه دپاسه څلور نيم ميليونه افغانيو په لګښت جوړ او ګټې اخستنې ته وسپارل شو.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اوبو او انرژۍ وزارت مطبوعاتي دفتر د میدان وردګو ولایت د دایمیرداد ولسوالۍ په درانی کلي کې د یوه بند د جوړېدو خبر ورکړ.
 
دغه وزارت وايي، دغه بند تر بشپړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
 
دغه بند چې ۵۶ متره اوږدوالی او ۸ متره لوړوالی لري د ۴.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو او انرژۍ وزارت له پراختیايي بودیجې څخه د سیلابونو د زیانونو د مخنیوي او د ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا په موخه جوړ شوی دی.
 
د دغه وزارت سرپرست د حکومت د حساب ورکونې په پروګرام کې وویل چې تېر کال ۱۴۰ واړه بندونه بشپړ شوي دي.
https://avapress.com/vdcba0b55rhb9fp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته