کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په میدان وردګ ولایت کې یو بند بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

14 سنبله 1403 ساعت 12:53

د انرژۍ او اوبو وزارت چارواکي دميدان وردګ ولايت په دايميرداد ولسوالۍ کې ديوه بند دجوړيدو خبر ورکوي او وايي دغه بند دڅه دپاسه څلور نيم ميليونه افغانيو په لګښت جوړ او ګټې اخستنې ته وسپارل شو.


آوا - کابل: د اوبو او انرژۍ وزارت مطبوعاتي دفتر د میدان وردګو ولایت د دایمیرداد ولسوالۍ په درانی کلي کې د یوه بند د جوړېدو خبر ورکړ.
 
دغه وزارت وايي، دغه بند تر بشپړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
 
دغه بند چې ۵۶ متره اوږدوالی او ۸ متره لوړوالی لري د ۴.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو او انرژۍ وزارت له پراختیايي بودیجې څخه د سیلابونو د زیانونو د مخنیوي او د ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا په موخه جوړ شوی دی.
 
د دغه وزارت سرپرست د حکومت د حساب ورکونې په پروګرام کې وویل چې تېر کال ۱۴۰ واړه بندونه بشپړ شوي دي.


د مطلب کود: 296342

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/296342/په-میدان-وردګ-ولایت-کې-یو-بند-بشپړ-او-ګټې-اخیستنې-ته-وسپارل-شو

آوا
  https://www.avapress.com