افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رئیس مصباح الدین مستین نن (شنبه د اسد ۱۳مه) د
افغان غږ خبری آژانس له خبریال سره په مرکه کې وویل چې د مولوي باز په مشرۍ یو پلاوی د اوبولګولو او طبیعي زیرمو وزیر محمد فیضان نورستان ته د دغه وزارت په سفر تللی دی.
هغه وويل، چې د دغه پلاوي د سفر موخه د نورستان ولايت د کرنې او مالدارۍ د عمومي وضعيت څېړل، د کروندګرو او مالدارانو د ستونزو حل او د ځنګلونو ساتنه وه.
د هغه په وينا، د دغه سفر نورې موخې د نورستان ولايت د کرنې، مالدارۍ، ځمکې او اوبولګولو سکتورونو د فعاليتونو ارزونه او کتنه او دغه راز د نورستان ولايت د ځنګلونو د ساتنې لپاره د سيمه ييزو چارواکو د همکارۍ ترلاسه کول دي.
مولوي باز محمد فیضان د دغه سفر په ترڅ کې لومړی د نورستان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ له رئیس مولوي شیر اغا پیر او د دغه ریاست له کارکوونکو سره وکتل او د هغوی د دندو او لاسته راوړنو راپور یې واورېد او د لا ښه والي په موخه یې ورته لازمې ډالۍ ورکړې.
د مستين په وينا، په دې سفر کې به د کرنې او مالدارۍ وزير د نورستان ولايت له سيمه ييزو مسوولينو سره وګوري او د کرنې او مالدارۍ د پروژو، د ځنګلونو د ساتنې او د کرنې وزارت له لوري د نورو پروژو د پلي کېدو په برخه کې به د هغوى د همکارۍ غوښتنه وکړي.
د يادونې وړ ده، چې نورستان ولايت د خپل مناسب اقليم له امله ډېر ځنګلونه لري او د دغه ولايت ډېرى خلک په کرنه بوخت دي.