دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۸ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۲۰
د مطلب کود : 293689
د کابل ښاروالۍ له جوى شير څخه تر دهمزنګ پورې سړک غځوي
کابل ښاروالۍ اعلان کړی، چې د پلازمېنې د دویمې او درېیمې ناحیې په مربوطاتو کې د جوی شیر تر دهمزنګ سړک ښۍ خوا ته به د دغه ریاست له خوا د ۱۸۶۰ مترو په اوږدوالي سره ورغول شي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کابل ښاروالۍ مطبوعاتي دفتر له ښاریانو او د دغې لارې له مسوولینو څخه غوښتي چې د کابل ښاروالۍ د یاد سړک تر استملاک لاندې د ملکیتونو په پاکولو او لرې کولو کې همکاري وکړي.

تر دې وړاندې د کابل ښاروالۍ له خوا له دهمزنګ څخه تر کوټه سنګي پورې د نوي سړک د جوړولو چارې پيل شوې وې. ښاریان د کابل ښاروالۍ له لوري د سړکونو له پراختیا خوښي څرګندوي.
https://avapress.com/vdcc41qio2bqoe8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته