افغان غږ خبری آژانس: د کابل رسنیو خبر ورکړی، چې سیلابونو له نن سهار راهیسې د پروان - بامیان لویه لار د ترافیکو پر مخ تړلې ده.
ويل شوي، چې دغه لويه لاره له نن سهار راهيسې د شينوارو ولسوالۍ په مربوطاتو کې تړل شوې او د بېرته خلاصولو هڅې روانې دي.
د باختر آژانس د خبرله مخې: د هوا پېژندنې ادارې د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو د هېواد په ١٩ ولايتونوکې د سختو اورښتونو، سيلابونو او د سختو بادونو د ورېدو احتمال اعلان کړى دى.
د يادونې وړ ده، چې سږ کال هم په يو شمېر ولايتونو کې د سېلابونو د راوتلو له امله خلکو ته ډېر مالي او ځاني زيانونه اوښتي دي. په دې وروستیو کې په ننګرهار ولایت کې د سېلابونو او طوفانونو له امله تر ۴۰ ډېر کسان مړه او ۲۳۰ نور ټپیان شوي دي.