کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سیلابونو د پروان – بامیان لویه لار تړلې ده

28 سرطان 1403 ساعت 10:09

رسنیو د سیمه ییزو سرچینو له قوله ویلي، چې د شینوارو په ولسوالۍ کې د سیلابونو له امله د پروان – بامیان لویه لار د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.


آوا: د کابل رسنیو خبر ورکړی، چې سیلابونو له نن سهار راهیسې د پروان - بامیان لویه لار د ترافیکو پر مخ تړلې ده.

ويل شوي، چې دغه لويه لاره له نن سهار راهيسې د شينوارو ولسوالۍ په مربوطاتو کې تړل شوې او د بېرته خلاصولو هڅې روانې دي.

د باختر آژانس د خبرله مخې: د هوا پېژندنې ادارې د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو د هېواد په ١٩ ولايتونوکې د سختو اورښتونو، سيلابونو او د سختو بادونو د ورېدو احتمال اعلان کړى دى.

د يادونې وړ ده، چې سږ کال هم په يو شمېر ولايتونو کې د سېلابونو د راوتلو له امله خلکو ته ډېر مالي او ځاني زيانونه اوښتي دي. په دې وروستیو کې په ننګرهار ولایت کې د سېلابونو او طوفانونو له امله تر ۴۰ ډېر کسان مړه او ۲۳۰ نور ټپیان شوي دي.


د مطلب کود: 293684

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/293684/سیلابونو-د-پروان-بامیان-لویه-لار-تړلې-ده

آوا
  https://www.avapress.com