افغان غږ خبری آژانس: د غزې تړانګې د روغتیا وزارت په یوه بیانیه کښې اعلان وکړ چې صهیونیسټی نیواکګرو ځواکونو په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې د غزې په تړانګه کښې د فلسطینیانو په وړاندي دري جنایتونه ترسره کړی چې په پایله کې یې ۴۰ تنه شهیدان او ۱۲۰ تنه ټپیان شوي دي
د دې بیان له مخې، یو شمېر قربانیان لا هم تر خاورو لاندې دي او امبولانسونه او د ملکي دفاع کارکوونکي نه شي کولای چې هغوی ته ورشي.
په دې حساب سره د اکتوبر له اوومې نېټې څخه د اسرائيلي رژيم د يرغلونو او بريدونو شمېر ۳۷۱۶۴ تنه شهيدان او ۸۴۸۳۲ ټپيان شوي دي.