افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د بدخشان ولایت له طبیعي پیښو سره د مبارزې رئیس مولوي محمد اکرم اکبري په دغه ولایت کې د طبیعي پیښو له زیانمنو شویو سره د نغدي مرستو د ویش په اړه وویل: موږ توانیدلي یوو چې نغدي مرستې وکړو د مهاجرت د نړیوال سازمان په مرسته په بدخشان ولایت کې د طبیعي پیښو له قربانیانو سره د مرستې لړۍ تیر کال پیل شوه او اوس پای ته ورسیده.
هغه زیاته کړه: "په بدخشان ولایت کې د ټولو زیانمنو شویو کورنیو شمېر ۱۲۲۸ کورنۍ وو، چې هرې کورنۍ ته ۱۵۵۰۰ افغانۍ مرسته وشوه."
مولوي اکبري وويل، چې په دغو کورنيو څه دپاسه ١٩ ميليونه افغانۍ د خپلو کورونو د ترميم او د سرپناه جوړولو په موخه وېشل شوې دي.
دی وايي، دا پروژه تېر کال هغه مهال پیل شوه، چې دغو کورنیو ته د څه باندې شل زره افغانیو په لومړي قسط نغدي مرسته ورکړل شوه او د دې نغدي مرستې دویم قسط هم د ۱۵۵۰۰ افغانیو په ارزښت دغې کورنۍ ته ورکړل شو.
هغه څرګنده کړه چې زیانمنې شوې کورنۍ د بدخشان ولایت د ارګو، وردوج او مرکز په ولسوالیو کې دي.
د يادونې وړ ده، چې د تېرو او اوسنيو کلونو پرله پسې اورښتونو د بدخشان په ګډون د هېواد په شمال کې د ويجاړيو سېلابونه راووتل.