افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: په داسې حال کې چې د لوی اختر په رارسیدو سره، د بلخ ولایت سیمه ییزو چارواکو د اختر په ورځو کې د ځانګړو امنیتي تدابیرو د نیولو په موخه امنیتي غونډه وکړه.
د بلخ ولايت مرستيال مولوي نورالهادي ابو ادريس وويل: د پوليسو ځواکونه او نور دولتي ارګانونه بايد دکوچني اختر په ورځو کې امنيتي لارښوونې او سپارښتنې لازياتې جدي ونيسي او په دې پوه شي چې شپه او ورځ د خلکو په خدمت کې دي.
هغه زیاته کړه: جنایتکاران، مجرمین او قانون ماتونکي باید د اختر ورځې د عامه نظم د ګډوډولو او خلکو ته د زیان رسولو فرصت ونه ګڼي، نو پکار ده چې هیچا ته د غیرقانوني او جنایي کړنو اجازه ورنکړو.
مولوي ابو ادریس د امنیتي ځواکونو قوماندانانو ته سپارښتنه وکړه، چې د جوماتونو، عیدګاه او د اختر د لمانځه د ځایونو د امنیت د تامین او د تېر په پرتله دې لا زیات دقت وکړي.
په همدې حال کې د بلخ ولايت امنيه قوماندان ملا عبدالرازق راشد وويل: د کوچني اختر په ورځو کې د ځانګړو امنيتي تدابيرو لپاره پلان چمتو شوى او عملي کېداى شي او خلک کولاى شي پرته له کومې اندېښنې ولمانځي.