دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۱ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۵۵
د مطلب کود : 291754
له وروستیو سیلاب ځپلو سره د خیریه بنسټونو له خوا ۵۶ میلیونه افغانۍ مرسته وشوه
د عدلیې وزارت اعلان کړی، چې په دغه وزارت کې د ثبت شویو خیریه بنسټونو له خوا د وروستیو سیلابونو له قربانیانو سره څه باندې ۵۶ میلیونه افغانۍ مرسته شوې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د عدلیې وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د بغلان او تخار ولایتونو له سیلاب ځپلو سره په دغه وزارت کې د ثبت شویو خیریه بنسټونو د مرستې د اعلان په ترڅ کې ویلي چې د دغو بنسټونو د راټولولو لړۍ د دغو دوو ولایتونو له سیلاب ځپلو سره څه باندې ۵۶ میلیونه ۱۳۲ زره ۷۲ افغانۍ مرسته شوې ده.

د عدلیې وزارت د معلوماتو له مخې، مخکې له دې په دغه وزارت کې ثبت شوي خیریه بنسټونه او اتحادیې د تخار او بغلان ولایتونو له سیلاب ځپلو سره د مرستې غوښتنه کړې وه.

دا په داسې حال کې ده، چې دغه مرستې له هغو هېوادوالو سره شوې، چې څو اونۍ وړاندې د سېلابونو له امله له درانه مالي او ځاني زيانونو سره مخ شوي وو.
https://avapress.com/vdcdkf0xoyt0n56.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته