کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

له وروستیو سیلاب ځپلو سره د خیریه بنسټونو له خوا ۵۶ میلیونه افغانۍ مرسته وشوه

21 جوزا 1403 ساعت 10:55

د عدلیې وزارت اعلان کړی، چې په دغه وزارت کې د ثبت شویو خیریه بنسټونو له خوا د وروستیو سیلابونو له قربانیانو سره څه باندې ۵۶ میلیونه افغانۍ مرسته شوې ده.


آوا - کابل: د عدلیې وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د بغلان او تخار ولایتونو له سیلاب ځپلو سره په دغه وزارت کې د ثبت شویو خیریه بنسټونو د مرستې د اعلان په ترڅ کې ویلي چې د دغو بنسټونو د راټولولو لړۍ د دغو دوو ولایتونو له سیلاب ځپلو سره څه باندې ۵۶ میلیونه ۱۳۲ زره ۷۲ افغانۍ مرسته شوې ده.

د عدلیې وزارت د معلوماتو له مخې، مخکې له دې په دغه وزارت کې ثبت شوي خیریه بنسټونه او اتحادیې د تخار او بغلان ولایتونو له سیلاب ځپلو سره د مرستې غوښتنه کړې وه.

دا په داسې حال کې ده، چې دغه مرستې له هغو هېوادوالو سره شوې، چې څو اونۍ وړاندې د سېلابونو له امله له درانه مالي او ځاني زيانونو سره مخ شوي وو.


د مطلب کود: 291754

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/291754/له-وروستیو-سیلاب-ځپلو-سره-د-خیریه-بنسټونو-خوا-۵۶-میلیونه-افغانۍ-مرسته-وشوه

آوا
  https://www.avapress.com