دخپریدو نیټه :جمعه ۱۸ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۱۲:۱۹
د مطلب کود : 291620
ملي دفاع وزارت: په کابل کې درې تنه له پوځي او الوتکو وسایلو سره یوځای نیول دی
د ملي دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې په کابل کې د دغه وزارت د استخباراتي ادارې له خوا له پوځي مهماتو او د الوتکو د پرزو سره د درېیو کسانو د نیولو خبر ورکړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ملي دفاع وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي: د ملي دفاع وزارت د کشف او استخباراتو پر وړاندې د مبارزې د لوی ریاست غړو د یو لړ څیړنیزو او عملیاتي راپورونو په ترڅ کې د کابل ښار د پوليسو له خوا درې تنه له ١٢٨ ميله بېلابېل ډوله جنګي وسايلو، ٨ ميله کلاشينکوفونو، ٢٥ راديوګانو او يو شمېر نورو مهماتو سره ونيول شول.
 
دغه وزارت زياته کړه: ترلاسه شوي مهمات او تجهيزات څه دپاسه يو ميليون امريکايي ډالره ارزښت لري چې دڅلورو ساعتو په هلوځلو کې داسلامي پوځ دځواکونو لاس ته ورغلي دي .
 
د وزارت په وینا، نیول شوي کسان د نورو څېړنو لپاره اړوندو ادارو ته سپارل شوي دي.
https://avapress.com/vdcf0yd0xw6d1va.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته