کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ملي دفاع وزارت: په کابل کې درې تنه له پوځي او الوتکو وسایلو سره یوځای نیول دی

18 جوزا 1403 ساعت 12:19

د ملي دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې په کابل کې د دغه وزارت د استخباراتي ادارې له خوا له پوځي مهماتو او د الوتکو د پرزو سره د درېیو کسانو د نیولو خبر ورکړی دی.


آوا - کابل: د ملي دفاع وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي: د ملي دفاع وزارت د کشف او استخباراتو پر وړاندې د مبارزې د لوی ریاست غړو د یو لړ څیړنیزو او عملیاتي راپورونو په ترڅ کې د کابل ښار د پوليسو له خوا درې تنه له ١٢٨ ميله بېلابېل ډوله جنګي وسايلو، ٨ ميله کلاشينکوفونو، ٢٥ راديوګانو او يو شمېر نورو مهماتو سره ونيول شول.
 
دغه وزارت زياته کړه: ترلاسه شوي مهمات او تجهيزات څه دپاسه يو ميليون امريکايي ډالره ارزښت لري چې دڅلورو ساعتو په هلوځلو کې داسلامي پوځ دځواکونو لاس ته ورغلي دي .
 
د وزارت په وینا، نیول شوي کسان د نورو څېړنو لپاره اړوندو ادارو ته سپارل شوي دي.


د مطلب کود: 291620

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/291620/ملي-دفاع-وزارت-په-کابل-کې-درې-تنه-له-پوځي-او-الوتکو-وسایلو-سره-یوځای-نیول-دی

آوا
  https://www.avapress.com