دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۷ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۰۲
د مطلب کود : 291599
د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختو بارانونو او سیلابونو احتمال
د هوا پېژندنې ادارې په راتلونکو دوو ورځو (د جوزا په ۱۸مه او ۱۹مه) په یو شمېر ولایتونو کې د نسبتاً سختو بارانونو، تېزو بادونو، له دوړو او ناڅاپه سېلابونو د ورېدو احتمال اعلان کړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي: په بدخشان، تخار، بغلان، پنجشیر، نورستان، کنړ، لغمان، کاپیسا، پروان، کابل، وردګو، بامیان، دایکندي، غزني، لوګر، ننګرهار، پکتیا او خوست د سالنګ په ګډون د سختو بارانونو او سیلابونو احتمال شته.

د دغه رياست د معلوماتو له مخې، په بېلابېلو ځايونو کې د اورښت اندازه له ١٥ تر ٤٠ ملي مترو پورې اټکل شوې ده.
https://avapress.com/vdcao6nuo49nom1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته