کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختو بارانونو او سیلابونو احتمال

17 جوزا 1403 ساعت 15:02

د هوا پېژندنې ادارې په راتلونکو دوو ورځو (د جوزا په ۱۸مه او ۱۹مه) په یو شمېر ولایتونو کې د نسبتاً سختو بارانونو، تېزو بادونو، له دوړو او ناڅاپه سېلابونو د ورېدو احتمال اعلان کړی دی.


آوا - کابل: د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي: په بدخشان، تخار، بغلان، پنجشیر، نورستان، کنړ، لغمان، کاپیسا، پروان، کابل، وردګو، بامیان، دایکندي، غزني، لوګر، ننګرهار، پکتیا او خوست د سالنګ په ګډون د سختو بارانونو او سیلابونو احتمال شته.

د دغه رياست د معلوماتو له مخې، په بېلابېلو ځايونو کې د اورښت اندازه له ١٥ تر ٤٠ ملي مترو پورې اټکل شوې ده.


د مطلب کود: 291599

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/291599/د-هېواد-په-یو-شمېر-ولایتونو-کې-سختو-بارانونو-او-سیلابونو-احتمال

آوا
  https://www.avapress.com