دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۵ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۳۸
د مطلب کود : 291491
د زړه د سوري په ناروغۍ اخته ۳۰ ماشومان روغتونونو ته د درملنې لپاره معرفي شوه
د افغان سرې میاشتې ټولنه اعلان کړی، چې د زړه په سوري ناروغۍ اخته ۳۰ ماشومان د درملنې لپاره د کابل څلورو روغتونونو ته معرفي شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغان سرې میاشتې ټولنه په ایکس پاڼه کې لیکلي چې دغې ادارې په تیرو دوو کلونو کې ۳۵۸۶ ماشومان په دې ناروغۍ اخته روغتونونو ته معرفي کړي دي.

د يادونې وړ ده، چې د افغان سرې مياشتې له خوا خصوصي روغتونونو ته د زړه د سوري په ناروغۍ د اخته ماشومانو د معرفي کولو لړۍ دوام لري.
https://avapress.com/vdcb98b58rhb9ap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته